BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه کې له ښځو سره د طالبانو د حکومت پر چلند نيوکې وشوې
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو او د بشري حقونو د ټولنو استازو له ښځو سره د طالبانو د حکومت پر چلند نیوکې کړې دي. په جېنېوا کې په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د تېرو پنځو کلونو د وضعیت ارزونه وړاندې شوې ده. ګډونوالو یې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې نجونو او ښځو ته د زدکړو او کار اجازه ورکړي او په ټوله کې د بشري حقونو درناوی وکړي.
د ترکيې هوايي کرښه افغانستان ته الوتنې پيلوي
د رپوټونو له مخې د ترکیې هوايي کرښه، ترکش اېیرلاین به په دريو اوونیو کې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي. د اېرو روټس وېبپاڼې په وينا د ترکيې هوايي کرښه به د مې مياشتې په ۲۱ مه کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.
هرات کې پر يوه جومات وسله وال بريد کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي
د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې وسله وال په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي دي. د طالبانو حکومت کې د کورنيو چارو وزارت وياند عبد المتين قانع د پېښې پخلی کړی او وايي په دغه بريد کې شپږ تنه ملکیان وژل شوي او یو تن ټپي دي. د نوموړي په وينا پېښه ځايي وخت د شپې نهه بجې د هرات ولايت د ګدزرې اړوند ولسوالۍ يوه جومات کې شوې ده.
ویډیو, افغانستان ته تللې جرګه ګۍ له چا سره کتلي او څه لاسته راوړنې یې لرلې؟موده, 13,05
هغه جرګه ګۍ چې د نجونو ښوونځیو او پوهنځیو پرانیستو لپاره افغانستان ته تللې وه، خپلې کتنې پای ته رسولې دي. د دغې جرګې غړي اوس بېرته اروپا ته تللي، خو له طالب وزیرانو سره یې د غونډو پایله څه وه؟ حفیظ الله معروف د دغې جرګې له یوې غړې زرکې ملیار سره پرې خبرې کړې دي:
د طالبانو حکومت له بندیزونو سربېره افغانې ښځې څه ډول کتاب لوستو ته لاسرسی پیدا کوي؟
سره له دې چې افغان ښځې له لوست او مطالعې سره لېوالتیا لري، خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره د دوی لپاره فرصتونه محدود شوي. ۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې کابل کې طالبانو د "ښځو کتابتون" په نامه هغه کتابتون هم وتاړه، چې د ښځو له خوا جوړ شوی و او نجونې او ښځې به د کتاب لوستلو لپاره ورتللې.
غزه کې د جګړې پای ته رسولو هڅې؛ د حماس استازي د اوربند په تړاو خبرو لپاره قاهرې ته ځي
د حماس یو پلاوی په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې د سولې خبرو اترو لپاره قاهرې ته ځي. د حماس یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې دغه ډله د اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون په اړه د اسرائیلو له وروستي وړاندیز سره کومه "بنسټیزه ستونزه" نه لري، خو لا تر اوسه د پرمختګ څرګندې نښې نه شته.
افغانستان او پاکستان کې ګوزڼ ضد واکسيناسیون پيل شوی
په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د رسولو څلور ورځنی کمپاین پیل شو، خو په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ځنډول شوی دی. له پولیو پاک افغانستان پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اوسني کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو ترڅنګ د ویټامین اې کپسولونه هم ورکول کېږي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې له دې فرصته ګټه واخلي او خپل ماشومان نه یوازې د پولیو پرضد واکسین کړي بلکې ویټامین اې هم ورکړي.
کېنیا کې سیلابونو له ۴۰ ډېر کسان وژلي؛ امریکا کې هم توپانونو مرګژوبله اړولې
د امریکا په مرکزي برخه کې د لسګونو توپانونو له امله د یوه څلور میاشتني ماشوم په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
د افغانستان په څو ولایتونو کې واوره ورېدلې ده
د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې تېره شپه واوره ورېدلې ده. په افغانستان کې د ځايي رسنيو له مخې په وردګ، بدخشان، پنجشېر، لوګر او غزني ولايتونو کې واوره شوې ده.
ځانګړي مطالب
له منځني ختیځ تر افغانستانه د اسلام پالو ډلو سیاسي تجربې بریا که ناکامي؟
سیاسي، امنیتي، اقتصاد او ټولنیزو توپیرونو ته په پام سره په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلام پالو ډلو سیاسي تجربې هم مختلفې دي، خو د کتونکو له نظره بیا هم ځینې مشترک ټکي او عوامل لري. ۱۹۹۰ لسیزه افغانستان کې د مجاهدینو له "بریا" وروسته د سیاسي واک تجربه آن پخپله د دوی له نظره یوه ناکامه تجربه وه، ځکه دا ډلې د واک پر سر خپلمنځي خونړۍ جکړه کې ښکېلې شوې. له عرب پسرلي وروسته د منځني ختیځ په څو هېوادونو کې د ټاکنو له لارې د اسلام پالو ګوندونو او ډلو واک ته رسېدلو هم د نړۍ پام ځانته ور واړاوه.
د ټیټانیک بېړۍ د یوه مسافر د سرو زرو جیبي ګړۍ په ۹۰۰ زره پونډه وپلورل شوه
د ټیټانیک په بېړۍ کې د تر ټولو یوه بډایه مسافر د سرو زرو جیبي ګړۍ د هغې د وړاندیز شوې بیې قشپږ برابره لوړه په ۹۰۰ زره پونډو وپلورل شوه.
ویډیو, افغانستان کې د خونړي پېر د رهبرانو بچیان د خپلو مشرانو کړنې څه ډول ارزوي؟موده, 51,58
د ثور اومه او اتمه د افغانستان د تاریخ د دوو خونړیو فصلونو د پیل ورځې بلل کېږي. منتقدین وايي کین اړخو د ثور پر اومه افغانستان کې د شوروي نیواک یا اشغال ته لار پرانیسته او د ثور پر اتمې بیا اسلامپالو ډلو د یوې ویجاړوونکې کورنۍ جګړې اور بل کړ. خو اوس له څو لسیزو وروسته د دواړو غاړو دویم نسل د خپلو مشرانو کړنو ته په کومه سترګه ګوري؟ د بي بي سي په دې ځانګړي بحث کې مو ورته کتنه کړې.
خارښ څه شی دی او ولې موږ خپل ځان ګروو؟
خارښ د پوستکي اختلالاتو یوه نښه ده. په دې لیکنه کې موږ پر ځینو هغو ساینسي حقیقتونو خبرې کوو چې زموږ د پوستکي لاندې پېښېږي:
ظاهر او باطن
داسې څوک به شاید تاسې هم لیدلی وي چې د زورور سړي به بې حده احترام کوي او یو بل وخت به، چې له هغه سره زور نه وي، سپکې سپورې پسې وایي.
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , ځانگړې مرکه او عيني شاهد خپرونه , ۱۲:۰۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۴, ۱،۰۰،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سهارنۍ خپرونه, ۰۳:۰۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
واورئ, لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.